په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن د مرغومی په لومړي نیته په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲ تنه افغان بندیان د لیندۍ په ۲۹مه بېرته هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي آمريت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د دریو ورځو لپاره نیول شوي وو. دغه بنديان د افغانستان د مهاجرينو د چارو د ادارې په همکارۍ د انټرپول پوليسو له خوا خوشې او د تورخم له فرضي کرښې له لارې افغانستان ته راستانه شول.
خبرځاى زياته کړه: دغو کسانو د تورخم دپوليسو له ثبتولو وروسته هم له همکارو بنسټونو څخه خوراکي او غير خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي.
د ایرنا په وینا، څه باندې شپږ زره افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
د پیغام پای/