کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق، له دې صندوق سره د څه باندې څلور میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د اماني صندوق چارواکو د جمعې په شپه د دغه سازمان په ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه، او لیکلي یې دي: د ناروې حکومت له افغانستان سره ۴.۴۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوی: دا مرسته به په ډېر حساس وخت کې، د افغانستان له زیانمنو شویو ټولنو سره مرسته وکړی، چې د کورنیو بې ځایه شویو او راستنیدونکو کډوالو په ګډون، د هغوی د ژوند د بیارغونې او د ښې راتلونکې لپاره دوامداره فرصتونه رامنځته کړی.

د افغانستان اماني صندوق ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ به د افغانانو د ظرفیتونو د پیاوړتیا، انعطاف پیدا کولو او د هیلو د جذبولو ته دوام ورکړي.

د ایرنا په وینا، دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې اوچا یا د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په راتلونکي کال کې له ۲۲ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

 د پیغام پای/