په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه د لیندۍ په ۲۹مه وویل:«موږ له اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو په هدف د روسیې د نوي قانون تصویب د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یو مثبت ګام ګڼو.»
د روسیې د پارلمان له خوا د تصویب شوي نوي قانون له مخې، د دغه هېواد ستره محکمه کولای شي د مسکو له تور لېسته د طالبانو پر نومونو بندیزونه وځنډوي.
د ایرنا په وینا، د دې اونۍ د سه شنبې په ورځ، د روسیې پارلمان یو قانون تصویب کړ چې د دې هیواد سترې محکمې ته اجازه ورکوي چې په ترهګرو ډلو بندیزونه وځنډوي. د دغه قانون تصویب به له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو کې مرسته وکړي.
د پیغام پای/