هرات- ایرنا- د نیمروز والي د مرستو پر شفاف وېش ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ د نړیوالو مرستندویه ادارو بشپړ امنیت ته ژمن یو.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال د راپور له مخې، د نیمروز ولایت د والي دفتر نن پنجشنبه د لیندۍ په ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د نیمروز ولایت والي محمد قاسم خالد د خوړو د نړيوال سازمان رییس په لویدیځ زون موسی آدم سره وکتل.

د خوړو نړيوال سازمان (WFP) د لوېديځ زون مشر له اړمنو هېوادوالو او راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې په موخه خپل پلانونه څرګند کړل. ده زياته کړه: دغه بنسټ غواړي د نيمروز ولايت له خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو په ګډون په بيلابيلو برخو کې همکاري وکړي.

د نيمروز والي له دغه پلاوي سره د دغه ولايت د اوسېدونکو په ځانګړي ډول د راستنېدونکو کډوالو ستونزې شريکې کړې او له هغوى يې وغوښتل چې خپلې مرستې زياتې کړي.

خالد زياته کړه: مرستې دې په شفاف ډول ووېشل شي او د مرکز ترڅنګ دې د لرو پرتو سيمو له خلکو سره هم همکاري وشي.

هغه ټینګار وکړ چې موږ د نړیوالو مرستندویه موسسو بشپړ امنیت ته ژمن یو.

د ایرنا د راپور له مخې، د اوچا د راپور له مخې له ۲۲ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

 د پیغام پای/