په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلواډور، د نړيوال بانک استازې هادیه سماها، د افغانستان لپاره UNFPA سازمان له مشر کوابینا اسانتي او د روغتیا په برخه کې د یونیسیف ادارې له مسئولینو سره لیدنه ترسره کړه.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو پر حل، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د نړیوالو مرستو پر جلبولو خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ولسونو اړتیاوو ته په کتو د روغتیايي خدماتو پر پیاوړي کولو، په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته په رسېدنې او شته ستونزو د حل په موخه د دوه اړخېزه هڅو یادونه وکړه او ویې ویل: د هغه ټولو ستونزو د حل لپاره به کار وکړي، چې د روغتیایي سیستم د پراختیا او پیاوړتیا لامل ګرځي.
د ایرنا په وینا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د روغتیا څانګې په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه وګړي طبي مرستو ته اړتیا لري.
د پیغام پای/