کابل- ایرنا- د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او په کابل کې د جاپان سفیر د فرهنګي میراثونو پر ساتنې ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس خبریال راپور ورکوي چي د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه یکشنبه د لیندۍ ۱۸ مه په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.

  دواړو خواوو د هنري او فرهنګي برخو پر پراختیا، د فرهنګي او تاریخي میراثونو پر ساتنې او ګډې همغږۍ ټینګار وکړ. په دې کتنه کې دجاپان سفير وويل: هغه افغاني فرهنګ ته ځانګړى درناوى لري او د فرهنګي څيړنو د پراختيا په برخه کې يې د هراړخيزو همکاريو داد ورکړ.

د پیغام پای/