په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو چهارشنبه د لیندۍ ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چي د دغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي چین هېواد ته د سفر پر مهال د دې هېواد د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ملاریا، نري رنځ، پولیو او نورو ورته ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي، طبیعي پېښو ته پر وخت ځواب ویلو، د روغتیایي وضیعت ښه مدیریت، د ناروغیو د سرویلانس او په دې برخه کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، او روغتیایي برخه کې د همکاریو په پراختیا خبرې وکړي. مولوي نورجلال جلالي دغه راز د چین د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) او د دې هېواد د انفلوینزا ملي مرکز څخه هم لیدنې ترسره کړې.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دعامې روغتيا وزارت چارواکو په دغه هېواد کې د افغانستان له سفير بلال کريمي سره هم وکتل.
دواړو خواوو د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره د چين د همکارۍ، د ظرفيتونو د لوړولو او د روغتيايي حالت د پياوړتيا په اړه خبرې اترې وکړې.
په چین کې د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان روغتیايي برخې سره به د چین هېواد د مرستو جلب برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر پرون د روغتیا په نړیوال کنفرانس کې د ګډون او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه چین ته ولاړ.
د پیغام پای/