په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن سه شنبه د لیندۍ ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په یوه نړیوال روغتیايي کنفرانس کې د ګډون او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا غښتلتیا په موخه تیره ورځ چین هیواد ته رسیدلی دی.
په پام کې ده چې جلالي به د دې کنفرانس د ګډون تر څنګ له ځینې روغتیايي مراکزو او روغتیايي مسؤولینو سره لیدنې هم ولري چې موخه یې د هیواد د روغتیايي سیستم لا معیاري کول او د اړتیاوو لپاره د نړیوالو سره هر اړخیزې همکارۍ ته زمینه سازي کول دي.
د پیغام پای/