په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د لیندۍ ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغاني او ترکي سوداګرو تر مینځ ګډه سوداګریزه ناسته د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ترکیې هېواد د سوداګرۍ وزارت معین او د جمهوري ریاست مشاور او د هغه هېواد د بېلابېلو ټولنو او انجمنونو په ګډون، د ترکیې د اقتصادي متشبثینو او سوداګریزو اخلاقو د انجمن له خوا جوړه شوه.
په دغه ګډه ناسته کې ۷۰ افغاني شرکتونو او ۶۰ ترکي شرکتونو چې په بېلابېلو سکتورونو لکه د معدني، ساختماني، طبي او خوراکي موادو او د پوښاک د تولید په برخه کې فعالیت لري، ګډون درلود او د غونډې ویناوالو د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګرۍ کچې له پراختیا څخه د ملاتړ په څرګندولو، د دواړو هېوادو تر مینځ پر تاریخي اړیکو او د سوداګرۍ پر اهمیت او د شته ترانزیتي او تراتسپورتي ستونزو پر حل خبرې وکړې.
خبرځاى زياته کړه: ترکيې د لاجورد لارې د فعالولو لپاره له افغانستان او نورو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتووالى اعلان کړ.
پدې ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په وړاندې کولو سره له ترکي سوداګرو وغوښتل شول ترڅو په افغانستان کې د پانګونې په موخه، دلته د هغه هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتونونه جوړ کړي.
د دې تر څنګ، ترکي سوداګرو او پانګه والو د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو لکه زراعت، کانونه، انرژۍ، اسلامي بانکدارۍ او د سوداګرۍ اړوند حقوقي موضوعاتو، د دواړو هېوادو د ګډې یا دوستۍ خونې دجوړولو، د نندارتونو د مرکز جوړولو سره لیوالتیا وښوده او ددې پروګرامونو د دوامداره کېدو غوښتونکي شول.
ترکیې لوري د افغانانو له دغه ټولو وړاندیزونو سره خپله لیوالتیا وښوده او په افغانستان کې یې د پانګونې او کار سره د ترکانو ملاتړ څرګند کړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ سرپرست وزیر تیره اونۍ د یوه دولتي او خصوصي سکتور د پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ.
د پیغام پای/