کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست او د چین سفیر د مهاجرینو د ستونزو په حل کولو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني نن یکشنبه د لیندۍ په ۱۱ مه په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په ارګ کې وکتل.

په دغه ناسته کې د چین هېواد له لورې د ١٠٠ میلیونه ينو په ارزښت د مرسته شویو توکو دویمې جوپې د انتقال او څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.

 حقاني وويل: د ژمي په رارسیدو سره د مهاجرینو اړتیاوې زیاتې شوې دي او ژر باید دغه مرستې ترلاسه کړي. د چین سفیر زياته کړه: ددغه جوپې تخنیکې چارې پای ته رسیدلي دي او له اداري پروسې وروسته به یې ددې میاشتې په پای کې انتقال شروع شي.

په ناسته کې دواړو لوریو د مهاجرینو ستونزو ته د ښه رسیدنې په موخه له یوبل سره په همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ

 د ایرنا د خبر له مخې، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې په دریو کلونو کې ۳.۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د پیغام پای/