په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص نن یکشنبه د لیندۍ په ۱۱مه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره طبیعي یخچالونه له لاسه وتلي دي.
هغه زیاته کړه: د حیواناتو او نباتاتو ۱۴۹ ډولونه د ورکیدو له خطر سره مخامخ دي او دوه میلیونه او ۵۰۰ زره کسان د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي.
خلیل ویلي: د اقلیم د بدلون په کنفرانس (COP29) کې د اسلامي امارت پلاوي د شنو اقلیم وجهي صندوق لپاره د ملي تماس ادارې په معرفي کولو سره هڅه وکړه چې په افغانستان کې د چاپیریالي پروژو د اغیزمن مدیریت په برخه کې د نړۍ پام ځانته واړوي.
د چاپېریال ساتنې وزارت د سرپرست په وینا، د اسلامي امارت پلاوي له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د اړوندو څانګو د تعامل، همغږۍ او همکارۍ او په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د افغانستان د فعال حضور غوښتنه وکړه.
هغه دې ته په اشارې سره چې د اقلیم د بدلون په کنفرانس (COP29) کې موږ هڅه وکړه چې نړیوالې ټولنې ته دا قناعت ورکړو چې د اقلیم او چاپیریال بدلون مسله له سیاست سره هیڅ تړاو نه لری او دا مسله باید د ټولنیز او بشری ستونزې په توګه وګڼل شی.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې شپږم هغه هېواد دی چې د اقلیم له بدلون څخه اغېزمن شوی دی چې د چاپېریال په تخریب کې هېڅ رول نه لري.
د پیغام پای/