هرات- ایرنا- د هرات والي د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د دفتر(اوچا) له ساحوي مسوول څخه وغوښتل چې د لنډ مهاله پروژو د پلي کولو پر ځای د بنسټیزو پروژو پر تطبیق تمرکز وکړي.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د هرات والي مولانا اسلام جار په هرات کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) له ساحوي مسوول کینیث راجر سره وکتل.

کینیث راجر د بشري بنسټونو د فعالیتونو د همغږۍ په اړه د خپل دفتر کاري طرحه د هرات له والي شیخ مولانا اسلام‌ جار سره شریکه کړه او د هرات له سيمه ييزې ادارې او خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو د دفترونو د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

 د هرات والي مولانا اسلام جار په دې غونډه کې وويل: په ټول افغانستان او هرات کې امنيت تامين دى او له نړيوالو بنسټونو څخه په کار ده چې د لنډمهاله پروژو پر ځاى د بنسټيزو او اوږدمهالو پروژو تطبيق ته زياته پاملرنه وکړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بشری مرستو د هماهنګۍ د دفتر(اوچا) د راپور له مخې په افغانستان کې څه دپاسه شل میلیونه کسان بشری مرستو ته اړتیا لری.
 د پیغام پای/