په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل نن یکشنبه د لیندۍ په ۴مه وویل چې د پوليو واکسين کمپاين به د لیندۍ د مياشتې له پنځمې نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د سوېل، ختيځ، مرکز، شمال ختيځ او لوېديځ زون په ١١ ولايتونو کې پلی شي.
د پولیو د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې به شاوخوا ۵.۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي. دغه کمپاین به په هرات ولایت کې د روانې میاشتې له ۱۰مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د تطبیق په موخه پیل شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له افغان کورنیو غوښتي چې په دغه کمپاین کې خپل ټول تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د پولیو د مخنیوي واکسین کمپاین د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په داسې حال کې پیلیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کښې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د روان کال په تیرو اتو میاشتو کې د پولیو ۱۱ پیښې ثبت شوي دي.
د پیغام پای/