په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند چې پنجشنبه د لیندۍ په لومړۍ د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای غونډه کې ګډون وکړ او وویل: اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو د زیاتیدونکو اړتیاوو او د بې پروا مصرف له امله نن ورځ په نړۍ کې د اوبو د کمښت ستونزه جدي بلل کېږي، چې دې چارې د هېوادونو ترمنځ خپلمنځي او نړیوالې سیاسي او اقتصادي اړیکې اغېزمنې کړې دي.
هغه زیاته کړه: افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې لري، خو له بدهمرغه د مدیریت او ترې د سالمې استفادې په برخه کې یې مسلکي چلند نه دی شوی.
ملا برادر څرګنده کړه: اسلامي امارت د خپل مسوولیت له مخې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو په استفادې د پیاوړې ارادې په درلودو سره د اوبو د غوره مدیریت لپاره هلې ځلې کوي.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان په کال کې ۷۵ میلیارد متر مکعب د تازه اوبو زیرمې لري چې له دې جملې څخه ۵۷ میلیارد متر مکعب سطحې اوبه او ۱۸ میلیارد متر مکعب تر ځمکې لاندې اوبه دي.
د پیغام پای/