په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن شنبه د لړم ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې افغانستان او ایران په تېرو اوو میاشتو کې ۱ میلیارد ۸۲۷ میلیونه ډالره سوداګري کړې ده.
خبرځاى زياته کړه: له دې جملې څخه ديرش میليونه ډالره صادرات او څه دپاسه يو مليارډ او اته سوه میليونه ډالره واردات شوي دي. چارواکي وايي، دا شمېره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي ښودنه کوي.
د ایرنا په وینا، په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
د پیغام پای/