په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د هرات ولایت د رسنیو دفتر نن سه شنبه د لړم په ۲۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د «حدیث دوست» تر نامه لاندې د استاد امان الله پایا د خطاطي اثارو نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د دغه ولایت د والي مرستیال مهاجر فراهي او د پوهنتون د استادانو او فرهنګیانو په شتون سره پرانیستل شو.
مهاجر فراهي وويل: د هېواد فرهنګ او تاريخ ليکوالان او خطاطان جوړوي او موږ بايد د هغوى د هڅو ستاينه وکړو او د هغوى د هنر ملاتړ وکړو.
نوموړي له لیکوالو او خطاطانو سره د سیمه ییزې ادارې په هر اړخیز ملاتړ د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه: له بده مرغه په ننني عصر کې د رسنیو په زیاتیدو سره خطاطۍ هنر ته کمه پاملرنه کیږي او د هیواد ځوانان او راتلونکی نسل باید د خپل هنر او تاریخي آثارو د ودې او پرمختګ په برخه کې لا زیات ګامونه پورته کړي.
سيمهييزو چارواکي وايي، دغه نندارتون چې د هرات ولايت د فرهنګي شخصيت استاد محمد صديق نيازي د يادونې په موخه جوړ شوى و، په بېلابېلو برخو کې د استاد امان الله پايا خطاطي اثار نندارې ته اېښودل شوي دی.
د ایرنا د راپور له مخې، هرات ولایت د ډېرو خطاطیو لکه نستعلیق، نسخ او کوفي د زیږون ځای دی، چې زیاتره یې د تیموریانو په زرین دوره کې کرل شوي او تر اوسه ژوندي پاتې دي.
د پیغام پای/