په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ګډو ګټو هيوادونو د ريلي ټرانسپورټ شورا په ۸۱ مه غونډه کې، چې د ازبيکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه؛ ګډون وکړ
د دې غونډې موخه د نړیوالې همکارۍ، د ریل پټلۍ د زیربناوو پراختیا او د ریل پټلۍ په چارو کې د ټکنالوژۍ پراختیا ده.
د دې غونډې په څنډه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال قزاقستان، تاجکستان او ازبيکستان د ريل پټلۍ له مسوولينو سره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د ريل پټلۍ د ګډو پروژو د عملي کېدو او د ريل پټلۍ له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد-رالېږد د حجم د زياتوالي په اړه هم خبرې-اترې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې، د ریلي ټرانسپورټ شورا په ۱۹۹۲م کال کې تاسیس شوې او یو نړیوال سازمان دی، چې د غړو هیوادونو ترمنځ د ریلي ټرانسپورټ په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ د اسانتیا لپاره رامینځ ته شوی دی.
دغه شورا هڅه کوي، چې د ټرانسپورټي په ځانګړې توګه د ريلي ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ښه کړي، موثریت يې زیات کړي او ددې شورا د غړو هیوادونو د ریل پټلۍ په سیستم کې لګښتونه راکم کړي.
افغانستان په دې شورا کې د څارونکي غړي په توګه ګډون کوي.
د پیغام پای/