په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري نن یکشنبه د لړم په ۶ مه په کابل کې د تخار ولایت له مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د کانونو د منابعو د اغېزمن مدیریت، د قاچاق او غیر قانوني کانونو د استخراج د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې د کانونو د استخراج او شته تاسیساتو د قانون او طرزالعمل له مخې به د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د پیغام پای/