په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ نن پنجشنبه د لړم د میاشتې په دریمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سرپرست حکومت د سیاسي کمېسیون غونډه جوړه شوه.
د سیاسي کمیسیون غړو د افغانستان او سیمې د وروستیو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د سرپرست حکومت سیاسي کمیسیون د اسلامي امارت د تګلارو پرمختګونه وارزول او د اسلامي نظام د اصولو په ښه پلي کیدو یې ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت په سیاسي کمیسون کې د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه، د افغاني سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور، انس حقاني او د افغانستان د سرپرست حکومت نور لوړ پوړي چارواکي شامل دي.
د پیغام پای/