د سرپرست حکومت سیاسي کمیسیون د اسلامي نظام د اصولو په ښه پلي کیدو ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي کمیسیون د اسلامي نظام د اصولو په ښه پلي کیدو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ارګ نن پنجشنبه د لړم د میاشتې په دریمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سرپرست حکومت د سیاسي کمېسیون غونډه جوړه شوه.

د سیاسي کمیسیون غړو د افغانستان او سیمې د وروستیو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

 د سرپرست حکومت سیاسي کمیسیون د اسلامي امارت د تګلارو پرمختګونه وارزول او د اسلامي نظام د اصولو په ښه پلي کیدو یې ټینګار وکړ.

 د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت په سیاسي کمیسون کې د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه، د افغاني سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور، انس حقاني او د افغانستان د سرپرست حکومت نور لوړ پوړي چارواکي شامل دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .