کابل- ایرنا- د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو خونه صهیونیسټی ترهګر رژیم ته خبرداری ورکوی چې دښمن ته خبرداری ورکوو چې په ګولانی لوا باندې حمله له هغو حملو یوه وړه برخه وه چې باید ورته انتظار وی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې،  د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو خونې نن دوشنبه د تله په ۲۳مه نېټه په خپله خبر پاڼه کې وویل: مونږ د عکا او حیفا د سیمو په لور د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په مرسته ځانګړی او ګډ عملیات پیل کړل چې بې پیلوټه الوتکې رادارونو تېر شول او په بنیامینا کې د ګولاني لوا روزنیز کمپ ته ورسېدل.

د حزب الله د عملیاتو خونې اعلان وکړ: د دې حملې هدف دښمن ته ادب درکول وه او وښودل په هر وخت او ځای کې چې موږ وغواړو دښمن ته د خپل ځواک یوه برخه وښیو.

حزب الله زیاته کړه: «زموږ د اتباعو ځورول به د دې لامل شي چې حیفا د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د کریات شمونه په څیر زموږ د توغندیو په کرښه کې وي.»

 د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو کمیټې څرګنده کړه: دښمن له ځانه سره ویلی وو چې زمونږ د قوماندانانو او مشرانو له وژلو وروسته به نور دغه رژیم ته ګواښ ونکړی. 

 حزب الله تاکيد وکړ که دښمن وغواړي د لبنان او غزې د خلکو په خلاف خپلو يرغلونو ته دوام ورکړي نو خپلو بريدونو ته به شدت ورکړي.

 د یکشنبې په ماښام حزب الله د حیفا په جنوب کې د بنیامینه په سیمه کې د ګولاني کنډک کمپ په نښه کړ چې په ترڅ کې یې ۴ تنه عسکر ووژل شول او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول.

 صهیونیسټ رژیم هم په رسمي ډول د حزب الله په حمله کې د خپلو څلورو عسکرو وژل کیدل تائید کړل.

د پیغام پای/