کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د الماتا په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره د ګډونوالو غرفې انتخاب، اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخی، د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو یکشنبه د تله په ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چي د افغان -قزاق نړیوال نندارتون د قزاقستان هېواد د آلماتا په ښار کې جوړ شي او پدې نندارتون کې د افغان ګډونوالو غرفې د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د سکتوري خونو او د هېواد د غالیو تولیدونکو او صادرونکو د اتحادیې د استازو په حضور کې د رڼې پچې اچونې له لارې مشخصې شوې.

دغه نندارتون به د سوداګریز تواصل کانفرانس، د محصولاتو او افغاني تولیداتو نندارتون، سوداګریزې ناستې او د دواړو هېوادو د چارواکو تر مینځ د دوه اړخیزه ناستې له ځان سره ولري.

ټاکل شوې ده چې د افغان- قزاق دغه سوداګریز نندارتون به د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اکتوبر له ۱۹ څخه تر ۲۲ نېټې پورې چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې(میزان) له ۲۸ مې څخه د لړم(عقرب) تر لومړۍ پورې راځي، د قزاقستان د آلماتا په ښار کې د افغانانو په فعال حضور او له بېلابېلو سکتورونو څخه په ۶۷ غرفو کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو په نمایش سره جوړ شي.

د پیغام پای/