کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بدخشان ولایت کې د سرک په سر د کتابونو د نندارتون جوړولو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو یکشنبه د تله ۲۲ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چي په بدخشان کې د يوه خصوصي کتاب پلورنځي د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې رياستونو په همغږۍ په ټولنه کې د لوستلو کلتور د دودولو په موخه د سرک په سر د کتابونو نندارتون جوړ کړ.

 د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري د دغه نندارتون له جوړيدو څخه د ملاتړ په ترڅ کې وويل: د دغه شان پروګرامونو جوړول په ټولنه کې مثبتې اغيزې لري.

هغه زياته کړه: بدخشان د شاعرانو او فرهنګيانو ټاټوبی دی، نوموړي د ياد ولايت په بېلابېلو برخو کې د بدخشان د ادب او کلتور ژوندي ساتلو په موخه د فرهنګيانو له لوري د ادبي او فرهنګي ناستو په جوړولو ټينګار وکړ.

د دغه نندارتون تنظیموونکي احمد نبیل غازي زاده د دغه پروګرام په تړاو وویل: دا نندارتون يې په ټولنه کې د کتاب لوستنې دود عامولو په موخه جوړ کړی دی، چې دوه ورځې به دوام وکړي، خلک په ځانګړي ډول ځوانان کولای شي په دې نندارتون کې له دوه زره ټوکه کتابونو څخه ګټه واخلي.

د پیغام پای/