کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ویلي: «د داعش پر ضد د پاکستان د اطلاعاتو کارول د سیمې د بې ثباته کولو په معنا دي».

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس خبریال راپور ورکوي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د تله په ۱۰ مه وویل: د خوارج ډلې (داعش) په اړه د پاکستان معلومات په سیمه کې د بې ثباتۍ په معنا دي.

هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې په بلوچستان کې د داعش ډلې د مرکزونو پرضد اقدام وکړی.   مجاهد د پاکستان په بلوچستان کې د داعش د روزنیزو مرکزونو شتون ته په اشارې سره وویل: د دغه شان فعالیتونو او په سیمه کې د بې ثباتۍ رامینځته کول د هیچا په ګټه نه دی او باید اجازه ورنکړل شی.

ایرنا راپور ورکوي، د سرپرست حکومت ویاند پرون اعلان وکړ چې ځانګړو ځواکونو په بامیانو کې د څارنې او اجراآتو پر عمومي ریاست او د بهرنیو سیلانیانو د برید عاملین نیولي دي.

د پیغام پای/