د ایرنا د خبر له مخې، د لبنان د روغتیا وزارت نن یکشنبه د تله ۸ مه اعلان وکړ چې په لبنان باندې د صهیونیسټی ترهګرې رژیم د وروستیو تیریو په نتیجه کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ پیل شوی دی، ۷۸۳ لبنانیان شهیدان او ۲۳۱۲ نور ژوبل شول.
د دغه هیواد د روغتیا وزارت له دې مخکې اعلان وکړ چې د لبنان په مختلفو سیمو د صهیونیسټ رژیم په حملو کې د شنبې په ورځ ۳۳ تنه شهیدان او ۱۹۵ تنه نور ژوبل شول.
دصهیونیسټ رژیم پوځ له دوشنبې ورځې راهیسې د لبنان په جنوب کې په مختلفو سیمو خپل پراخ بریدونه پیل کړی دی او دغه بهیر دوام لری.
د لبنان حزب الله په دغه هیواد کې په ملکیانو د حملو په وړاندې چوپه خوله نه دی پاتې شوی او د دوشنبې د سهار له لومړیو ساعتونو راهیسې یې د فلسطین په شمال کې د صهیونیسټانو د مرکزونو او میشت ځایونو پرضد عملیات د خپلې اجنډا په سر کې نیولی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت له دې مخکې په یوه بیانیه کې ویلی وو چې د تېر میلادی کال د تله په پنځلسمه نېټه د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیله تراوسه د صهیونیسټی ترهګرې رژیم په حملو کښې ۱۶۴۰ لبنانیان شهیدان او ۸۴۰۸ ژوبل شوی دی.
د پیغام پای/