په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د برشنا شرکت مسوولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دغه شرکت مشر ډاکټر عبدالباری عمر له ایرانی پانګوالو سره وکتل.
ایراني پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا تولید ته لېوالتیا ښودلې. په دې کتنه کې د برشنا شرکت رئیس وویل: په افغانستان کې د برښنا په سکتور کې د پانګونې لپاره ښه بنسټ شته او هڅه کوو چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په دې برخه کې لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړو.
هغه ایراني پانګوالو ته د برېښنا د اسانتیاوو، ډیجیټل سیسټم او د برېښنا د تولید د ظرفیت د لوړولو په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پیغام پای/