کابل- ایرنا- د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ(حماس) په یوه بیانیه کې د صهیونیسټ رژیم پر ضد د پراخ غبرګون او د دغه هیواد په پوځی او ستراتیژیکو مرکزونو د حملې له امله د لبنان اسلامی مقاومت(حزب الله) ته مبارکی وویله.

د ایرنا د خبر له مخې، فلسطیني رسنیو د یکشنبې په شپه خبر ورکړ چې د حماس غورځنګ د یوې بیانیې په خپرولو سره د صهیونیسټي رژیم د جنګي ماشین په مقابل کې د لبنان د اسلامي مقاومت د مجاهدینو د استقامت او زړورتیا ستاینه وکړه.

 د حماس زیاته کړه: مونږ د مقاومت مجاهدینو ته د فلسطین د ملت او د غزې په تړانګه او لویدیځه غاړه کې د مقاومت په ملاتړ د هغوی د هوډ د جنګ پر دوام له امله مبارکی وایو.

 د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ مشر څرګنده کړه: د اشغالګر دښمن جنایتونو ته د حزب الله بې ساری ځواب د غزې د تړانګې د نیواک لپاره د صهیونیسټ رژیم د پلانونو ناکامی ثابتوی.  حماس څرګنده کړه: په لبنان، عراق او یمن کې د مقاومت د ځواب په ډګر کې بې ساری پرمختګونه به د فلسطین د ملت مقاومت پیاوړی او دښمنان به مغشوش کړی.

  د لبنان حزب الله د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د «فادي ١» او «فادي ٢» توغندیو سره یې د «رافایل» وسلو تولید شرکت د اسراییل نظامي تاسیسات په نښه کړي دي. حزب الله زیاته کړه دغه عملیات د غزې د تړانګې په ملاتړ او د لبنان په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه وژنو لومړنی ځواب دی چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې ترسره شوه

 په همدې لړ کې صهیونیسټی رسنیو هم خبر ورکړی دی چې حزب الله د تیرې شنبې په شپه د اشغال شوی فلسطین په شمال باندې بې ساری توغندی وویشتل.

 دغو رسنیو زیاته کړې، چې له نن سهار راهیسې د «کریوت شمونا» پر ښارګوټي شاوخوا ۳۰ راکټي عملیات شوي دي.

 خبري سرچینې وايي، د «کریات بیالیک» په سیمه او شاوخوا سیمو کې د صهیونیسټانو یو شمېر کورونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.  په همدې حال کې دصهیونیسټ رژیم رسنیو د یکشنبې په سهار خبر ورکړ چې د لبنان له خاورې څه دپاسه شل توغندی توغول شوی دی او د اور وژونکو ډلې د اشغال شوی فلسطین په مختلفو سیمو کې د اور په شنډولو بوخت دی .

 د پیغام پای/