په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن شنبه د وږی په ۳۱مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د بیارغونې مرکز (JRC) د معلولینو لپاره بېرته فعال شوی دی.
خبرځاى زياته کړه: دغه مرکز چې پخوا په افغانستان کې د سويډن د کميټې له خوا تمويل کېده او د دغې موسسې د بنديدو له امله يې خدمات په ټپه ولاړ دي. دا چې بنده شوې وه، اوس په افغانستان کې د ناروې د کمېټې په مالي همکارۍ دغه څانګه بېرته فعاله شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، دغه مرکز هره ورځ ۱۰۰ تنو ته د روغتیا، فزیوتراپي او د مصنوعي اعضاوو د جوړولو په برخو کې خدمات وړاندې کوي.
د پیغام پای/