کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په غزني ولایت کې د بیهقي کتاب پلورنځي د پرانیستلو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو نن دوشنبه د وږی په ۲۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د بیهقي کتاب پلورنځی د دغه وزارت د نشراتو د ریاست د بیهقي کتابونو د ریاست له خوا د غزني ولایت په مرکز کې پرانیستل شو.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبيهقي کتابونو دخپرونې مسوول مولوي عبدالعليم ځانواک مفتي زاده دغزني ښار په دويمه ناحيه کې د الجهاد جومات ترڅنګ دبيهقي کتاب پلورنځي دپرانستلو په وخت کې وويل چې هر څوک کولاى شي له دې کتاب پلورنځي څخه دیني، فرهنګي، ټولنیز او سیاسي کتابونه دغه کتابتون ترلاسه کړي . د دغه غرفي پرانستل به په ټولنه کې د خلکو ترمنځ د لوستلو کلتور ته وده ورکړي.

د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مل پاسوال حميدالله نثار د بيهقي کتاب پلورنځي پرانستل يو مثبت ګام وباله او له ځوانانو يې وغوښتل، چې مطالعه وکړي او له کتابونو څخه ګټوره ګټه پورته کړي.

هغه زياته کړه: داطلاعاتو اوفرهنګ رياست هڅه کوي چې دکتابتونونو په پرانستلو او د ازموينو په پيلولو سره ځوانان مطالعې ته وهڅوي.

د پیغام پای/