کابل – ایرنا- د سرپرست لومړی وزیر ملا محمد حسن آخوند د «اسلامي ادب او کلتور په وده کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي رول» کنفرانس ته په یوه پیغام کې د دغه فارسي شاعر د شخصیت ستاینه کړې ده او مثنوي معنوي په نړیواله کچه یو ادبي او عرفاني شاهکار ګڼلی دی.

په کابل کې د ایرنا د خبریال په وینا؛ نوموړي دغه کنفرانس ته په خپل پيغام کې ويلي، چې مولانا جلال الدين محمد بلخي د اسلامي نړی د ادب او فرهنګ لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

محمد حسن اخند د بلخ مولانا د فرهنګ او تمدن یو ځلانده ستوری بللی او د افغانستان له مشهورو عالمانو، پوهانو او روحانیونو څخه یې توصیف کړي دي.

ملاحسن اخند زیاته کړه چې د مولانا لیکنې او علمی افکار نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ ډېرو خلکو ته اشنا دي.

هغه وويل: د مولانا مشهور کتاب (مثنوي معنوي) چې د زرونو بیتونه مجموعه ده، په نړيواله کچه يو له ادبي او عرفاني آثارو شهکارونه څخه ګڼل کيږي.

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د مولانا د ژوند او شخصیت د بېلابېلو اړخونو پېژندنه لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري.

نوموړي له څېړونکو وغوښتل، چې د مولانا د شخصيت په بېلابېلو اړخونو او د اسلامي ادب او فرهنګ په وده کې د هغه پر رول زيات رڼا واچوي، څو راتلونکي نسلونه د دغه مشهور عالم او د خپل هېواد له عرفاني شخصيت څخه ډېر خبر شي.

د پیغام پای/