کابل – ایرنا – د بامیان ولایت والي وویل: د طاهرین امامانو له طریقې سره سم زموږ ټولنه اصلاح ته اړتیا لري.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د بامیانو ولایت د رسنیو دفتر نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د عاشورا حسیني د لسمې ورځې په مناسبت په جوماتونو او تکیه خانو کې د مراسمو پر مهال؛ د باميانو بازار جامع جومات، مهديه فولادي لېسه، د سيداباد عامه کتابتون او د باميانو په مرکز حيدر اباد عامه کتابتون کې د امام حسين (رض) د پاڅون د موخو او پاڅون په اړه خبرې کري دي.

سرحدی د امام حسین علیه السلام د پاڅون هدف د خدای په لاره کښې خدمت او د اسلام ساتنه وبلله او ویې ویل: امام حسین (ع) او د هغه ملګرو د خدای په لاره کښې د تیارو او جهالت په اوج کښې، د خدای په لاره کې د خپل نيکونو د دين د احیا لپاره مبارزه وکړه او خپل عزيزان يې شهيدان کړل.

د باميانو ولايت والي څرګنده کړه چې د اسلام د ستر پيغمبر(ص) د لور حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها د تاريخ په اوږدو کې هيڅ يو شان نه دى او هغه د خپلو پيروانو او د اسلامي ټولنې د ښځو لپاره يوازنۍ نمونه ده.

سرحدی د دې پر برکتو ورځو اهمیت او له اړو کسانو سره مرستې ته په اشارې سره وویل: مسلمانان او خیرخواهان باید په دې ورځو کښې له یتیمانو، بې کوره ښځو او دیني مدرسو سره خپلې خیریه مرستې هېرې نه کړي او په تېره بیا دیني مدرسې باید تقویه کړي.

د بامیان ولایت والي له شیعه ځوانانو وغوښتل چې د عاشورا په ورځو کې د تیغو په استفاده ځانونه نه وهي او پر ځای یی اړمنو ناروغانو ته وینه ورکړي، ځکه چې دا د امام جعفر صادق(ع) او پاکو امامانو خوښ دی او هم يی دا به د آخرت د اجر لامل شي.

د پیغام پای/