په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد مرستیال عبداللطیف نظري نن پنجشنبه د چنګاښ ۲۱ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: اسلامي امارت د افغانستان د بیارغونې لپاره یوه سمبول ده.
هغه وويل: د پامير-چين سړک بشپړېدل د هېواد لپاره ډېرې ګټې لري. د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه: د ځمکې له لارې د چین او افغانستان نښلول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتول، د ټرانسپورټ د نرخونو کمول، د کار پیدا کول، د بې وزلۍ کمول، د ټکنالوژۍ پراختیا، د ګرځندوی وده او د اقتصادي ثبات دهغه له مهمو ګټو څخه دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال د پامیر-چین سړک د جوړولو او بیارغونې چارې پیل کړې.
د پیغام پای/