AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۱ ۱۷:۳۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85536543
T T
۰ Persons

Tags

د اقتصاد وزارت مرستیال: اسلامي امارت د هیواد د بیارغاونې سمبول ده

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال وویل: اسلامي امارت د هیواد د بیارغاونې یوه سمبول ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد مرستیال عبداللطیف نظري نن پنجشنبه د چنګاښ ۲۱ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: اسلامي امارت د افغانستان د بیارغونې لپاره یوه سمبول ده. 

هغه وويل: د پامير-چين سړک بشپړېدل د هېواد لپاره ډېرې ګټې لري. د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه: د ځمکې له لارې د چین او افغانستان نښلول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتول، د ټرانسپورټ د نرخونو کمول، د کار پیدا کول، د بې وزلۍ کمول، د ټکنالوژۍ پراختیا، د ګرځندوی وده او د اقتصادي ثبات دهغه له مهمو ګټو څخه دي.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال د پامیر-چین سړک د جوړولو او بیارغونې چارې پیل کړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .