کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ادرګ نن دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه خبر ورکړی چې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تر مشرۍ لاندې د نوري فایبر پروژې د ستونزو د هوايي او نورو مخابراتي شبکو او ټولنیزو خدماتو لپاره ټاکل شوي پلاوي غونډه وکړه.
په دغه ناسته کې لومړی په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د ښه پلي کېدو او همغږۍ په اړه خبرې اترې وشوې.
دغه راز په هېواد او په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د نوري فایبر د خدمتونو او د اوبو رسولو د شبکې د پراختیا، انټرنیټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي، د څښاک د اوبو د چارو د ښه تنظیم او د اړوندو ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو په بهير کې د سړکونو او عامه تاسيساتو د ويجاړېدو د مخنيوي په خاطر هراړخيز بحث او کتنه وشوه او لازم تصميمونه ونيول شول.
د پیغام پای/