کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي شورا غړو د سه شنبې د ورځې په علني غونډه کې «محمد باقر قالیباف» د تهران د خلکو استازی یو ځل بیا د دغه مجلس د دولسم رییس په توګه وټاکه.

د ایرنا د پارلماني خبریال د خبر له مخې د ایران د اسلامي شورا د دولسمې دورې د اداري پلاوي ټاکنې نن سه شنبې د غبرګولي ۸ مه په یوه علني غونډه کې د ایران د ملت په کور کې تر سره شوې.

په دغه ټاکنو کې د تهران د خلکو استازي محمد باقر قالیباف، د قم د خلکو استازي حجت الاسلام ولمسلمین مجتبی ذوالنور او د تهران د خلکو استازي منوچهر متکي د مجلس د ریاست لپاره ځانونه نومولي وو، چې په پای کې یې محمد باقر قالیباف د ۲۸۷ رایو څخه د ۱۹۸ رایو په ګټلو سره د مجلس د دولسم دورې د رییس په توګه وټاکل شو.

په دغه ټاکنو کې دوالنوري ۶۰ رایې او متکي ۵ رایې تر لاسه کړي او باطلې رایې هم ۲۴ اعلان شوې.

د پیغام پای/