کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ ملګرو ملتونو تېره شپه د غبرګولي اوله شه ناوخته اعلان وکړ چې د دوحې درېیمه ناسته به د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون کې د چنګاښ میاشتې له ۱۰ او ۱۱ چې د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ نیټه ترسره شي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د دې غونډې موخه له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو په همغږۍ او جوړښت کې زیاتوالی دی.
د افغانستان سرپرست دولت لا د مخه اعلان کړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د افغانستان د اسلامي امارت د دریځ له منلو سره ګډون وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان سرپرست دولت د دوحې په دوهمه غونډه کې د اسلامی امارت د شرطونو د نه منلو له امله ګډون ونه کړ.
د پیغام پای/