کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې د تاتارستان د ولسمشر رستم میني خانوف، د فدراتیفې روسې د وزارت مرستیال دمیتري ولواچ او تاتارستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو سره د سرپرست دولت د صنعت او سوداګری سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې د خبر له مخې په دې کتنه کې لومړی مینی خانوف د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵م نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او ورسره ملګري پلاوي له ګډون څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو طبیعي پېښو پر مړو خواشیني څرګنده کړه.
د خبرو په دوام کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې پر جوړېدو، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر د سفر، د برېښنا په تولید، د اوبو د لېږد، کانونو، فرهنګي او اقتصادي برخو کې د پانګونې او همکارۍ په اړه ټینګار وکړ.
د دغه وزارت د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې دواړو لورو د «ولګا» ترانزیتي لارې له لارې افغانستان او سویلي اسیا ته د روسیې د صادراتي توکو د لېږد په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
د پیغام پای/