کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت مطبوعاتي دفتر نن دوشنبې د غوايي ۲۴ مه د صنایعو اوونۍ د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د حکومت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وینا خپره کړې ده.
د حکومت اداري مرستيال د دغه نندارتون جوړېدل د ځانګړي اهميت په څرګندولو سره وويل: د صنعت وده د يوه هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ځانګړى او مهم ځاى لري او دا د نورو اقتصادي سکتورونه په ځانګړې توګه کرنې د پرمختګ لپاره ګټور دی.
حنفي څرګنده کړه: په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۳ لمریز کال کې د کابل په پلچرخي سیمه کې د لومړي صنعتي پارک په جوړېدو سره صنعتي فعالیتونه په منظم او عصري ډول پیل شول، چې له هغې وروسته افغانستان د بیلابیلو اقتصادي سیاستونو تجربه وکړه او له بده مرغه دغه کار نه یوازې دا چې د دې سکتور مرسته یې ونه کړه، بلکې د صنعت او صنعتکارانو لپاره یې ډیرې ننګونې رامنځته کړې.
هغه زیاته کړه: اوس مهال د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ټولو داخلي او بهرنیو شرکتونو په بېلابېلو صنعتي او تولیدي برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او زرګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د ریاست الوزار اداري مرستيال څرګنده کړه: د صنعت سکتور په ناخالص ملي توليد يا جي ډي پي کې مهم رول لوبوي او د صنعت پياوړتيا هم په هېواد کې د کارموندنې په برخه کې مهمه ده.
دغه دولتي چارواکي څرګنده کړه: د يوه هېواد د صنعت لپاره ډېره مهمه ده چې د کيفيت او بيې له پلوه په بازار کې د سيالۍ وړتيا ولري، نو د صنعت د ودې لپاره مناسب کاري چاپېريال، نويو ساينسي تکنالوژۍ ته لاسرسى، نوښت، او متخصص کاري ځواک مهم دی.
حنفي ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل کورني صنعت او تولید بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې به ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.
د سرپرست دولت اداري مرستیال په تېرو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري د مالیاتو معافیت ته اشاره وکړه ویې ویل: اسلامي امارت د صنعت په برخه کې هم کوټلي ګامونه پورته کړي او انشاالله په راتلونکي کې به هم هر ډول اسانتیاوې رامنځته او د افغانستان د صنعت د پياوړتيا او اقتصادي ودې لپاره به د ملت، سوداګرو او صنايعو لپاره زمينه برابره شي.
د پیغام پای/