د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت دایمي استازي امیر سعید ایرواني نن چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه امنیت شورا او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د اسرائیلو د استازي د بې بنسټه او پاروونکو الفاظو پر رد ټینګار کړی ویلي یې دي: د مقاومت هېڅ یوې ډلې د اسراییلو په وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت په مشروع اقدام کې برخه نه درلوده او په دې برخه کې هر ډول ادعا بې بنسټه ده.
په دغه لیک کې راغلي: دغه لیکنه په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلي رژیم د استازي له خوا د ۲۰۲۴ کال د اپریل د ۱۹ نیټې د لیک په ځواب کې چمتو شوې ده، په دغه لیک کې د اسرائیلو د رژیم استازي یو ځل بیا د غلطو اطلاعاتو په وړاندې کولو سره د ایران اسلامي جمهوریت پرضد بې اساسه تورونه لګولي دي.
ایرواني په دغه لیک کې ټینګار کړی: د ایران اسلامي جمهوریت په دغه لیک کې موجود ټول بې اساسه تورونه په کلکه ردوي، د ایران اسلامی جمهوریت د دغه ډول بې اساسه ادعاګانو په مقابل کې په دوامدار ډول نړیوالو قوانینو ته درناوی کړی او د ملګرو ملتو د منشور اصول یې مراعات کړي او د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیکونه یې تعقیب کړي دي.
په دغه لیک کې راغلي دي: د ایران اسلامي جمهوریت په مختلفو ډګرونو کې د خپل رغنده ګډون له لارې د نړیوالې سولې او امنیت په ټینګولو کې فعال رول لوبولی دی.
ایرواني په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت اقدام ضروري، مشروع او په بشپړه توګه د ملګرو ملتو د منشور له مخې له ځانه د دفاع له اصلي حق سره سمون خوري، یادونه وکړه چې دغه اقدام یوازې پوځي هدفونه په نښه کړي او ملکي وګړو ته د زیان نه رسېدو په پار په احتیاط او له وخته مخکې خبرتیا سره ترسره شوي دي.
په ملګرو ملتو کې د ایران اسلامي جمهوریت دغه چارواکي وویل: د مقاومت هېڅ یوه ډله د ایران اسلامی جمهوریت په مشروع اقدام کې شامله نه ده او په دې هکله هر ډول ادعا ردوي.
د پیغام پای/