کابل- ایرنا- د بامیان ولایت د ټولګټو چارو ریاست د بامیان – سیغان تر منځ لار د آق رباط کوتل په سیمه کې د واورې ورېدو له امله د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان ولایت د ټولګټو چارو ریاست چارواکو نن دوشنبې د غوايي ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د بامیان- سیغان لار د آق رباط کوتل په سیمه کې د تېرې شپې د سختې واورې ورېدو له امله د لنډ وخت لپاره تړل شوې ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، که څه هم بامیانو ته په نورو لارو هوا ورېځ او په ځینو لارو کې واوره ورېدنه دوام لري خو د تګ راتګ پر مخ پرانستې دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان په بامیان، میدان وردګ او غزني ولایتونو کې تېره شپې واورې ورېدلې دي.

د پیغام پای/