کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ پاکستاني رسنیو نن دوشنبې د وري ۲۷ مه راپور ورکړی چې د ای سي سي کارت لرونکي افغانستاني کډوال له دغه هېواد څخه ایستل کېږي.
د خپرولو شویو راپورونو پر اساس وفاقي حکومت به د پنجاب ایالتي حکومت ته د کارت لرونکو کسانو لیست چمتو کوي چې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره به شریک شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تابعیت کارت لرونکو څخه غوښتل شوي چې لومړی په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، که نه نو دوی به ونیول شي او ویستل شي.
سرچينې زياته کړه: د بهرنيو اتباعو د شړلو د دويم پړاو له بشپړېدو وروسته، په درېيم پړاو کې به د POR (د استوګنې ثبوت) کارت لرونکي ويستل شي.
د ایرنا په وینا؛ د تېر کال په پای کې پاکستان له افغانستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړ او تر اوسه له دغه هېواده لسګونه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د پیغام پای/