کابل- ایرنا- د افغانستان د مخنکي دولت د سولې عالي شورا رییس پر اسرائیلو د ایران د راکیتي برید د ملاتړ تر څنګ هغه یو دفاعي اقدام بللی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د مخکنیي دولت د سولې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په خپله اېکس پاڼه لیکلي: اسرائیلو په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ برید له نړیوالو قوانینو، د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د معافیت له نړیوالو کنوانسیونونو او نړیوالو دودونو څخه سرغړونه کړې ده.

عبدالله ټینګار وکړ چې د اسرائیلو له خوا په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو د وحشت دوام او د ماشومانو، ښځو، د نړیوالو موسسو د کارکوونکو، ډاکټرانو او مرستندویه کارکوونکو په نښه کول په سیمه ییزه او نړیواله کچه د کړکېچ اصلي لامل دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د ایران اسلامی جمهوریت د مذهبي، تاریخي او کلتوري مشترکاتو سره زموږ ګاونډی او د میلیونونو افغانانو کوربه دی.

د هغه په وينا، د ايران پر وړاندې د اسراييلو هر ډول اقدام او د تاوتريخوالي زياتېدل د افغانستان پر وضعيت مستقيم اغېز لري او د سيمې او نړۍ پر سولې او امنيت نا اټکلېدونکې بدې پایلې به ولري.

د پیغام پای/