کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د برېښنا شرکت مشر د وروستیو اورښتونو په پایله کې د برېښنا د تولید د کچې د لوړېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د برېښنا شرکت مسوولینو نن دوشنبې د وري ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د دغه ولایت د نغلوو، سروبي او ماهیپر په بندونو کې د برېښنا د تولید کچه لوړه شوې ده.

د شرکت د مسوولینو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغو فابریکو کې د برېښنا تولید ډېر شوی، چې په ټولو عامه شبکو کې وېشل شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د کابل ښاریان په تېره یوه اوونۍ کې د برېښنا د زیاتوالي له امله خوښ دي.

د پیغام پای/