کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په خبره؛ سي ان ان د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله نن یکشنبې د وري ۲۶ مه له نتانیاهو سره د جوبایډن د تلېفوني اړیکې نیولو خبر ورکړی دی.
د راپور له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په تلېفوني اړیکه کې په څرګنده اعلان وکړ چې واشنګټن به د ایران په خلاف په هرډول برید کې ګډون ونه کړي.
د ایرنا د خبر له مخې؛ جوبایډن په نیواکي سیمو د ایران اسلامي جمهوریت له بریدونو مخکې په یوه خبري غونډه کې له اسرائیلي رژیم څخه د واشنګټن بشپړ ملاتړ اعلان کړی وو.
د پیغام پای/