AP ۱۴۰۳ وری ۲۶ ۱۳:۱۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85443952
T T
۰ Persons
د ایران پر وړاندې په هېڅ ډول تهاجمي عملیاتو کې به ګډون ونه کړو

کابل- ایرنا- لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې جو بایډن له نتانیاهو سره په یوه تلېفوني اړیکه کې د ایران پر وړاندې تهاجمي برید کې له ګډون څخه انکار کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په خبره؛ سي ان ان د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله نن یکشنبې د وري ۲۶ مه له نتانیاهو سره د جوبایډن د تلېفوني اړیکې نیولو خبر ورکړی دی.

د راپور له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په تلېفوني اړیکه کې په څرګنده اعلان وکړ چې واشنګټن به د ایران په خلاف په هرډول برید کې ګډون ونه کړي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ جوبایډن په نیواکي سیمو د ایران اسلامي جمهوریت له بریدونو مخکې په یوه خبري غونډه کې له اسرائیلي رژیم څخه د واشنګټن بشپړ ملاتړ اعلان کړی وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .