کابل- ایرنا- د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سرپرست دولت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړی په افغانستان کې له ډبرو سکرو د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا پر تولید پانګونه وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ سه شنبې د کب ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف، د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف، د افغانستان د د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د کانونو سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره د رییس الوزار ملا محمد حسن اخوند د لیدنې خبر ورکړی دی.

بختیار سعیدوف په دغه لیدنه کې ویلي، د اوزبیکستان ولسمشر تل د افغانستان سره په ښو او د ورورولۍ په اړیکو ټینګار کړی او وايي افغانستان باید یوازې پرېنشودل شي.

دغه اوزبیکستاني چارواکي زیاته کړه: اوزبیکستان لېواله دی چې له افغانستان سره په ټولو مهمو مسایلو په ځانګړې توګه د اقتصادي او کرنې پروژو د تطبیق په برخه کې خپلې بریالۍ تجربې شریکې کړي.

ښاغلي سعیدوف په افغانستان کې امنیت ته په اشارې سره وویل: هېواد یې غواړي د سمنټو د تولید د فابریکې په جوړولو، د ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي.

نوموړي د ټرانس-افغان اورګاډي پټلۍ ته په اشارې سره وويل: په نږدې راتلونکي کې به د اوزبیکستان مسلکي او متخصص ټيم د دې پروژې د تخنيکي کتنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

ملا محمد حسن اخند هم افغانستان او اوزبیکستان وروڼه وبلل ویې ویل: دواړه هېوادونه مذهبي، کلتوري او تاریخي مشترکات لري.

د سرپرست دولت رییس الوزرا يادونه وکړه: سره له دې چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو اوزبیکستان له افغانستان سره ښې اړيکې لرلې او تل يې مرستې کړې دي، چې موږ يې مننه کوو او هيله لرو چې په راتلونکي کې دغه اړيکې لا پياوړې شي.

ملا محمد حسن اخند د پروژو د تطبيق په برخه کې د اسلامي امارت د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ زياته يې کړه چې اړوندو ادارو او مسوولينو ته مې لارښوونه ده چې د يادو پروژو چارې له ازبکستان سره په پوره همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي.

د سرپرست دولت رییس الوزرا د افغانستان د ریل پټلۍ ته په اشارې سره وويل: د ازبکستان پلاوى بايد له افغان لوري سره په همغږۍ خپل کار پيل کړي.

د پیغام پای/