کندهار- ایرنا- د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ  ویاند د کابل- کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ۹ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

کندهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید نن (سه شنبې د سلواغې ۳ مه) ویلي، چې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو او یوه مازدا او داډسن موټر د ټکر له امله د کابل – کندهار پر لویه لار درې تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي جمشید زیاته کړې: دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د دغه پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د لويو لارو ويجاړتيا او خرابوالى په افغانستان کې د امريکا د شل کلن اشغال پر وړاندې د افغانانو د مبارزې او د موټر چلوونکو بې احتياطي د ترافيکي پېښو له لاملونو څخه بلل کېږي. د هیواد لویې لارې.

د پیغام پای/