کندهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالباقي بینا نن (چهارشنبې د لیندۍ ۱۵ مه) ویلي، چې د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې ۵۳ ټنه وچه مېوه له دغه ولایت څخه و نړیوالو بازارونو ته صادره شوې ده.
ښاغلي بینا زیاته کړې: د دومره اندازې وچې مېوې په صادرولو سره کابو ۱۸۱ میلیون ډالره عواید تر لاسه شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشر په وینا، دغه وچې مېوې پاکستان، هند، چین، دبۍ، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د پیغام پای/