کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن (چهارشنبې د لړم ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه خبرونه چې د قوش تېپې کانال د ځمکو د وېش په اړه په دې شپو ورځو کې د کرنې وزارت په ادرس خپرېږي، بې بنسټه دي او د اسلامي امارت د مشر د ۶۲۹ فرمان په اساس هېڅ شخص یا بنسټ د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم پرته نه شي کولی د قوش تېپې کانال ځمکې څخه ګټه واخلي او یا یې هم وپلوري.
د کرنې وزارت چارواکو له خلکو غوښتي، چې د شایعو دوکه ونخورياو د اسلامي امارت د رهبرۍ تر رسمي اعلان پورې د قوش تپېپې کانال شاوخوا ځمکو کې کوم کار تر سره نه کړي.
د پیغام پای/