ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو نن(شنبې د تلې ۲۹ مه) ویلي، چې د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې په ۶۲۷ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي دي.
د چارواکو په وینا، د تېر کال په پرتله سږ کال د ممپلیو حاصل زیات شوی او اټکل کېږي، چې ۱۴۰۰ متر ټنه ممپلي به سږ کال راټول کړل شي.
چارواکو ویلي، ۴ زره او ۷۰۰ کرونده ګرو ته د بوټو د ناروغیو د مخنیوي، اوبو لګولو، کود ورکولو او حاصلاتو راټولولو برخو کې عملي او نظري زده کړې ورکول شوې دي.
د پیغام پای/